Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 34 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ ۚ وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ ۖ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا 34
ترجمه:
او تاسو د یتیم مال ته مه نژدې كېږئ مګر په هغې طریقې سره چې هغه ترټولو ښه وي، تر هغه پورې چې هغه خپل د بلوغ حد ته ورسېږي او تاسو عهد پوره كوئ، بېشكه عهد دى پوښتل شوى الإسراء ۱۷:۳۴
تفسیر:
او تاسې تصرف مه کوئ په مال د هغه چا کې چې پلار یې وفات شوی وي د ماشومانو څخه مګر په هغه طریقه چې هغه ډیره برابره وي دې لره د زیاتیدو د مال نه او د ساتلو د هغه تر دې چې د دې یتیم عقل پوخ شي او ځوانۍ ته ورسیږي، او پوره والی کوئ په هغو لوظونو چې ستاسې او د الله تعالی ترمنځ دي، او په هغو لوظونو چې ستاسې او د هغه د بندګانو ترمنځ دي پغیر د ماتولو او نقصان کولو نه، یقینا الله تعالی به پوښتنه کوي د لوظ ورکوونکي نه د قیامت په ورځ: ایا په خپل لوظ یې وفا کړې نو ثواب ورله پرې ورکړي او که یا یې پرې وفا نده کړې نو عذاب به ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 33 راتلونکې الإسراء • آیت 35