Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 35 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا 35
ترجمه:
او تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو (څه شى) پېمانه كوئ او په ډېرې برابرې تلې سره تول كوئ دا (كار) تر ټولو غوره او د انجام په لحاظ تر ټولو ښه دى الإسراء ۱۷:۳۵
تفسیر:
او پوره کوئ پیمانه کله چې پیمانه کوئ د بل چا لپاره او مه یې کموئ، او تول کوئ په تله د انصاف هغه چې هیڅ شی هم نه کموي او نه په کې دوکه کوي، دا پوره والی د پېمانې او د تول غوره دی تاسې لره په دنیا او اخرت کې، او ډیر ښایسته دی په اعتبار د انجام سره د کمي کولو نه په کموالي د پېمانو او تلو کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 34 راتلونکې الإسراء • آیت 36