او مونږ بني اسرائیلو ته په كتاب كې قطعي حكم لېږلى و چې تاسو به خامخا هرومرو په ځمكه كې دوه ځلې فساد كوئ او خامخا هرومرو به تاسو سركشي كوئ، ډېره لویه سركشي الإسراء ۱۷:۴ ⧉
تفسیر:
او خبر ورکړی وو مونږ بني اسرایېلو ته په تورات کې چې یقینا خامخا به دوی په ځمکه کې فساد کوي په ګناهونو کولو او په تکبر کولو سره دوه ځله، او خامخا به دوی په خلکو باندې لويي کوي په ظلم او زیاتي کولو سره تیریدونکي به وي د حد نه په دوی باندې په لویي کولو کې.