Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 5 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولَاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُوا خِلَالَ الدِّيَارِ ۚ وَكَانَ وَعْدًا مَفْعُولًا 5
ترجمه:
نو كله چې په هغو دواړو كې د اول ځلې وعده راغله (نو) مونږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط كړل چې د ډېر سخت جنګ والا (سخت جنګي خلق) وو، نو هغوى د ښارونو په مینځ كې ښه وګرځېدل او وه دا یوه وعده پوره كړى شوې الإسراء ۱۷:۵
تفسیر:
نو کله چې واقع شو د دوی نه اول ځل فساد مونږ په دوی باندې زمونږ داسې بندګان مسلط کړل چې خاوندان د طاقت او سخت جنګ وو چې دوی یې وژل او شړل، او ګرځیدل د دوی د کورونو په منځ کې خرابول ې هغه څه چې دوی پرې ورتیریدل، او دا وعده وه د الله تعالی په دې کار سره خامخا دا واقع کیدونکی وه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 4 راتلونکې الإسراء • آیت 6