Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 41 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَٰذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُوا وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا نُفُورًا 41
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى) الإسراء ۱۷:۴۱
تفسیر:
او یقینا مونږ بیان کړي په دې قرآن کریم کې احکام او پندونه او مثالونه د دې لپاره چې خلک پرې پند واخلي، نو هغه لاره خپله کړي چې دوی ته فایده رسوي، او هغه لاره پریږدي چې دوی ته ضرر رسوي، او حال دا دی چې بعضې د دې خلکو نه داسې دي چې فطرتونه یې نسکور شوي نو نه زیاتي کیږي په دې سره مګر لرې والی د حق نه او بد ګڼل حق لره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 40 راتلونکې الإسراء • آیت 42