Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 42 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قُلْ لَوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لَابْتَغَوْا إِلَىٰ ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا 42
ترجمه:
ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لاره لټولې وى الإسراء ۱۷:۴۲
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته د الله تعالی سره نور څوک حقدار د بندګۍ وی لکه دوی چې وایې د بهتان او دروغو د وجې نه نو خامخا دې ګڼل شویو معبودانو به غوښتلی وی د الله تعالی طرف ته چې خاوند د عرش دی یوه لاره چې د الله تعالی په بادشاهۍ باندې غالب شي او په دې کې ورسره جګړه وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 41 راتلونکې الإسراء • آیت 43