Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 46 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۚ وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْا عَلَىٰ أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا 46
ترجمه:
او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې واچوو له دې نه چې دوى په ده پوه شي او د دوى په غوږونو كې كوڼوالى (پیداكړو)، او كله چې ته په قرآن كې يواځې خپل رب یاد كړې، نو دوى په خپلو شاګانو بېرته وګرځي، په داسې حال كې چې ترهېدونكي وي الإسراء ۱۷:۴۶
تفسیر:
او مونږ ګرځولي د دوی په زړونو باندې پردې تر دې چې په قرآن کریم باندې پوهه نشي، او مونږ ګرځولې د دوی په غوږونو کې دروندوالی تر څو د فایدې اخیستلو په اوریدلو سره قرآن کریم وانه وري، او کله چې ته یاد کړې ستا رب په قرآن کریم کې یواځې، او د هغوی ګڼل شوي معبودان یاد نه کړې دوی وګرځي په خپلو پوندو باندې، لرې کیدوونکي وي د توحید خالص کولو څخه الله تعالی ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 45 راتلونکې الإسراء • آیت 47