Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 47 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَىٰ إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا 47
ترجمه:
مونږ ښه پوه یو په هغه (نیت) چې دوى په هغه سره اورېدل كوي، كله چې دوى تا ته غوږ ږدي او كله چې دوى پټې مشورې كوي، كله چې دا ظالمان وايي: تاسو پیروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې جادو پرې شوى دى الإسراء ۱۷:۴۷
تفسیر:
مونږ ښه پوهیږو په طریقه د غوږ کیښودلو د دوی د مشرانو قرآن کریم ته، نو په دې اوریدلو سره هدایت نه غواړي، بلکې غواړي هسې سپک ګڼل او لغوه کارونه کول ستا د لو ستلو په وخت کې، او مونږ ښه پوهیږو په هغو پټو جرګو د دوی چې دوی یې کوي په باره د دروغ ګڼلو د قرآن کریم او په باره د منعه کولو د خلکو د هغه نه، کله چې دا پخپلو ځانونو باندې ظلم کوونکي په کفر سره وایي: تاسې تابعداري نه کوئ -ای خلکو- مګر د جادو کړی شوي سړي چې عقل یې ګډوډ شوی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 46 راتلونکې الإسراء • آیت 48