Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 56 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا 56
ترجمه:
ته ووایه: تاسو هغه (معبودان) راوبلئ چې تاسو يې له هغه (الله) نه غير عقیده لرئ، نو دوى اختیار نه لري له تاسو نه د ضرر لرې كولو او نه يې د ګرځولو الإسراء ۱۷:۵۶
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: راوبلئ تاسې -ای مشرکینو- هغه کسان چې تاسې ګومان کاوه چې ګویا کې دوی حقدار د بندګۍ دي پرته له الله تعالی نه کله چې په تاسې څه تکلیف او مصیبت راشي، نو دوی وسع نه لري د لرې کولو د دې تکلیف او مصیبت ستاسې نه، او وسع نه لري د بدلولو د دې تکلیف بل چا ته د دوی د بې چارۍ د وجې نه، او څوک چې بې چاره وي نو هغه د بندګۍ حقدار نشي کیدلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 55 راتلونکې الإسراء • آیت 57