او ستاسو رب ښه عالم دى په هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و الإسراء ۱۷:۵۵ ⧉
تفسیر:
او رب ستا -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغو چا چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او ښه پوهه دی د هغوی په احوالو او په هغه څه چې دوی یې حقدار دي، او یقینا مونږ غوره کړي بعضې د پیغبرانو نه په بعضو نورو په ډیروالي د تابعدارانو او په رالیږلو د کتابونو، او مونږ ورکړی و داود -علیه السلام- ته کتاب چې هغه زبور دی.