او نشته هېڅ یو كلى مګر د قیامت له ورځې نه مخكې مونږ هغه لره هلاك كوونكي یو، یا هغه لره عذاب وركوونكي یو، ډېر سخت عذاب۔، دا له شروع نه په كتاب كې لیكل شوي دي الإسراء ۱۷:۵۸ ⧉
تفسیر:
او هيڅ کلی او له کليو کوم ښار نشته چې اوسېدونکي يې کافران وي، مګر موږ د هغوی د کفر له امله د دنيا په ژوند کې عذاب او تباهي پرې راوستونکي يو او يا يې په پياوړي عذاب لکه وژل او داسې نورو اخته کوونکي يو، د هغوی د کفر له امله دغه تباهي او سزا په لوح محفوظ کې ليکل شوې يوه الهي پرېکړه ده.