Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 59 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ ۚ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا ۚ وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا 59
ترجمه:
او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى د غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلقو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له دې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره الإسراء ۱۷:۵۹
تفسیر:
او مونږ نه دي پریښي رالیږل د حسي معجزو - هغه چې دلالت کوونکی وي په ریښتنولۍ د پیغمبر کومې چې مشرکینو غوښتلي وې لکه: د مړو ژوندي کول او نورې- مګر د دې وجې نه چې مونږ دا نازل کړې وې په پخوانیو امتونو نو هغوی دروغ وګڼلې دغه معجزې، نو یقینا مونږ ورکړي وه ثمودیانو ته غټه او ښکاره معجزه، چې هغه اوښه وه، نو هغوی کفر او انکار وکړ په هغې باندې نو مونږ په تلوار سره هغوی ته عذاب ورکړ، او مونږ نه رالیږو معجزې د پیغمبرانو په لاسونو مګر د ویرې ورکولو لپاره د هغوی امتونو ته؛ کیدای شي چې دوی غاړه کیږدي (مسلمانان شي).
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 58 راتلونکې الإسراء • آیت 60