Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 69 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


أَمْ أَمِنْتُمْ أَنْ يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَىٰ فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًا مِنَ الرِّيحِ فَيُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ ۙ ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا 69
ترجمه:
یا تاسو له دې نه په امان كې یئ چې په دغه (سمندر) كې مو بېرته په دوهم ځلې واپس كړي، نو پر تاسو باندې ماتوونكى سخت باد راولېږي، نو تاسو د كفر كولو په سبب غرق كړي، بیا به تاسو د خپل ځان لپاره زمونږ په ضد راپسې ګرځېدونكى ونه مومئ الإسراء ۱۷:۶۹
تفسیر:
او یا تاسې په امن کې یاست د دې نه چې الله تعالی مو بیرته دریاب ته وګرځوي، بیا به راولیږي په تاسې باندې سیلۍ سخته، نو غرق به کړي تاسې لره په سبب د ناشکرۍ ستاسې د الله تعالی په نعمت باندې هر کله چې یې تاسې لره اول ځل نجات درکړی و، بیا به تاسې بیا نه مومئ د ځان لپاره څوک پوښتنه کوونکی چې زمونږ څخه پوښتنه وکړي د هغه څه باره کې چې مونږ تاسې سره کړی ستاسې د مدد لپاره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 68 راتلونکې الإسراء • آیت 70