Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 70 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 70 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا 70
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول الإسراء ۱۷:۷۰
تفسیر:
او یقینا مونږ عزت ورکړی اولادې د ادم ته په عقل سره او په سجده کیدو د ملاېکو د دوی پلار ته او داسې نورو، او مونږ مسخر کړي دوی لره هغه څه چې دوی باروي په وچه کې د چارپایانو او سورلو نه، او هغه چې دوی باروي په دریاب کې د کښتیو نه، او مونږ دوی ته رزق ورکړی د خوندورو خوراکونو او څښاکونو او نکاح ګانو او نورو څخه، او مونږ غوره کړي دوی په ډیرو زمونږ د مخلوقاتو نه په غوره والي ډیر سره، نو په دوی لازمه ده چې په دوی باندې د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 69 راتلونکې الإسراء • آیت 71