Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 71 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 71 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ ۖ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَٰئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا 71
ترجمه:
او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به ټول خلق (انسانان) سره له خپل امامه راوبلو، نو هغه څوك چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په خپل ښي لاس كې وركړى شو، نو دغه كسان به خپل كتاب (عمل نامه) لولي او په دوى به د كجورې د نري تار هومره ظلم (هم) نه كېږي الإسراء ۱۷:۷۱
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې اواز به وکړو مونږ هرې ډلې ته د هغوی په پیشوا باندې هغه چې دوی ورپسې په دنیا کې اقتدا کوله، نو هر چا ته چې ورکړی شوه عملنامه د هغه په ښي لاس نو دغه خلک به لولي خپلې عملنامې په داسې حال کې چې خوشحاله به وي، او د دوی د بدلو نه به هیڅ شي هم نشي کمیدلی، او اګر که دومره لږه نیکي هم وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي په منځ کې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 70 راتلونکې الإسراء • آیت 72