او بېشكه شان دا دى چې دوى نژدې وو چې تا له هغه (قرآن) نه واړوي چې مونږ تا ته وحي كړى دى، د دې لپاره چې ته پر مونږ باندې له دې (قرآن) نه غیر راوتړې او په دغه وخت كې به دوى ته دوست نیولى وى الإسراء ۱۷:۷۳ ⧉
تفسیر:
او یقینا نږدې وه چې دې مشرکینو ته اړولی وې -ای پیغمبره- د هغه قرآن کریم نه چې مونږ یې تا ته وحې کړی ده؛ د دې لپاره چې ته دروغ جوړ کړې په مونږ باندې پرته له قرآن کریم نه هغه چې د هغوی د خواهشاتو سره مناسب وي، او که تا کړی وی هغه څه چې دوی غوښتلي و د دې کارونو نه نو خامخا دوی به ته خپل خاص دوست جوړکړی وې.