Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 74 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَلَوْلَا أَنْ ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدْتَ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا 74
ترجمه:
او كه ته مونږه (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى۔ (، نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى لږ څه مايله شي الإسراء ۱۷:۷۴
تفسیر:
او که مونږ په تا باندې احسان نه و کړی په کلکوالی ستا سره په حق باندې نو یقینا نږدې وه چې ته کوږ شې دوی ته په څه کږیدلو سره، نو ته به موافق شوی وی د دوی سره په هغو خبرو کې چې دوی یې تا ته وړاندیز کړی و؛ د دوی سختې دوکې د وجې نه او د دوی د سختو چلونو د وجې نه سره د زیات حرص ستا نه د دوی په ایمان باندې، خو لیکن ته مونږ بچ وساتلې هغوی ته د کږیدلو نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 73 راتلونکې الإسراء • آیت 75