او ته ووایه: اى زما ربه! ته ما داخل كړه په رښتیا داخلولو سره او ته ما وباسه په رښتیا وېستلو سره او ته زما لپاره د خپل جانب نه یو قوت مددكوونكى مقرر كړه الإسراء ۱۷:۸۰ ⧉
تفسیر:
او ووایه -ای پیغمبره-: ای زما ربه! زما د ننوتلو او وتلو ټولې لارې ستا په تابعدارۍ او خوشحالۍ کې وګرځوه، او وګرځوه ما لره ستا له طرفه ښکاره دلیل او معجزه چې ته پرې ما په خپل دښمن کامیاب کړې.