او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل دى وركېدونكى الإسراء ۱۷:۸۱ ⧉
تفسیر:
او ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: اسلام راغی، او پوره شوه وعده د الله تعالی د هغه چا سره چې مدد ئې ورله کړی و، او شرک او کفر ختم شو، یقینا باطل ختمیدونکی او ورکیدونکی دی د حق مخې ته نشي پاتی کیدلی.