بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته هدایت كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده او هغو مومنانو ته زېرى وركوي چې نېك عملونه كوي، د دې چې يقينًا د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى الإسراء ۱۷:۹ ⧉
تفسیر:
یقینا دا قرآن کریم چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی؛ رسول کوي ښایسته لارو ته او هغه د اسلام لار ده، او خبر ورکوي په الله تعالی باندې ایمان لرونکو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه باندې چې دوی پرې خوشحالیږي، او هغه دا چې یقینا دوی لره د الله تعالی له طرفه دیر لوی ثوابونه دي.