Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 8 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَنْ يَرْحَمَكُمْ ۚ وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا ۘ وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا 8
ترجمه:
نژدې دى چې ستاسو رب به په تاسو رحم وكړي او كه تاسو بېرته وګرځېدئ (سركشۍ ته، نو) مونږ به هم راوګرځو (عذاب دركولو ته)، او مونږ جهنم د كافرانو لپاره زندان ګرځولى دى الإسراء ۱۷:۸
تفسیر:
نژدې ده چې رب ستاسې -ای بني اسرایېلو- په تاسې رحم وکړي وروسته د دې سخت انتقام (عذاب) نه که چیرته تاسې هغه ته توبه وویستله، او خپل عملونه مو ښایسته کړل، او که چیرته تاسې بیرته فساد ته په دریم ځل یا زیات د دې نه راوګرځیدئ مونږ به راوګرځو ستاسو سزا درکولو ته، او مونږ جهم بستر ګرځولی دی د هغه چالپاره چې په الله جل جلاله یې کفر کړی دی، چې تل به پکې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 7 راتلونکې الإسراء • آیت 9