Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 7 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ ۖ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا ۚ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا 7
ترجمه:
كه تاسو نېكي وكړئ (نو) د خپلو ځانونو لپاره به نېكي وكړئ او كه چېرې تاسو بدي وكړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو كله چې د اخري ځل وعده راغله (نو مونږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مسلط كړل)، د دې لپاره چې ستاسو مخونه بد وران كړي او د دې لپاره چې جومات ته داخل شي لكه څنګه چې اول ځلې ده ته داخل شوي وو، او د دې لپاره چې هلاك او تباه كړي هر هغه شى چې دوى پرې غالب شي، سخت هلاكول الإسراء ۱۷:۷
تفسیر:
که تاسې ښایسته کړئ -ای بني اسرایېلو- عملونه خپل، او په سمه توګه مو عملونه وکړل، نو د دې بدله ستاسې د فایدې لپاره ده، نو پس الله تعالی بې نیازه دی ستاسې د عملونو نه، او که چیرته تاسې بد کارونه وکړئ نو د هغه انجام هم په تاسې دی، نو پس الله تعالی ته ستاسې نیکي هیڅ فایده نشي رسولی، او ستاسې بدي ورته هیڅ ضرر نشي رسولی، نو کله چې دویم ځل فساد تاسې وکړ، مونږ به په تاسې ستاسې دښمنان مسلط کړو د دې لپاره چې تاسې ذلیل کړي، او بدوالی او ذلت به ستاسې په مخونو باندې ښکاره وګرځوي، د هغو بی عزتیو د وجې نه چې تاسې ته به یې دررسوي، او د دې لپاره چې بیت المقدس ته به ننوځي او خراب به یې کړي لکه څرنګه چې ورته اول ځل ننوتلي وو او خراب کړی یې و، او د دې لپاره چې ورانه به کړي هغه برخه د ښار چې دوی پرې غلبه حاصله کړي په پوره توګه هلاکولو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 6 راتلونکې الإسراء • آیت 8