Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 96 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 96 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


قُلْ كَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا 96
ترجمه:
ته ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې الله ښه كافي ګواه دى، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو باندې ښه خبردار، ښه لېدونكى دى الإسراء ۱۷:۹۶
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره-: کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی زما او ستاسې تر منځ په دې خبره چې زه تاسې ته رالیږل شوی یم، او په دې خبره چې ما پوره رسولي تاسې ته هغه څه چې زه پرې تاسې ته رالیږل شوی یم، یقینا دا الله تعالی راګیروونکی دی د خپلو بندګانو احوالو لره، هیڅ شی ترې د هغوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، لیدونکی دی په ټولو پټو رازونو د نفسونو (زړونو) د دوی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 95 راتلونکې الإسراء • آیت 97