او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كړو، چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى اوسېدنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو الإسراء ۱۷:۹۷ ⧉
تفسیر:
او چا ته چې الله تعالی د هدایت توفیق ورکړي نو یقینا دا په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او چا لره چې لرې کړي د دې نه او ګمراه یې کړي نو هیچیرې به ته بیا نه مومې -ای پیغمبره- دوی لره دوستان چې د حق طرف ته یې بوځي، او د دوی څخه ضرر دفع کړي، او دوی ته فایدې ورسوي، او راجمع به کړو دوی د قیامت په ورځ چې په مخونو به راښکل کیدلی شي نه به څه ویني او نه به خبرې کولی شي او نه به څه اوري، ځای د ورتګ د دوی هغه چې دوی به ورته ورځي جهنم دی، هر کله چې د دې لمبې په قلاره شي مونږ به یې نورې هم زیاتی کړو په بلولو سره.