Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 98 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 98 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ جَزَاؤُهُمْ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا 98
ترجمه:
„دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په ایتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: ایا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره الإسراء ۱۷:۹۸
تفسیر:
دا عذاب چې دوی ته به رسیږي دا بدله د دوی ده په سبب د کفر کولو د دوی زمونږ په رالیږل شوو ایتونو زمونږ په پیغمبر باندې، او په سبب د وینا د دوی د وجې د لرې ګڼلو د دوی دوباره راژوندې کیدلو لره: ایا هر کله چې مونږ مړه شو او زمونږ هډوکي زاړه او وراسته شي، او ټوټي ټوټي ذري ذري شي نو ایا مونږ به د دې نه وروسته بیرته په نوي پيدایش سره راپاڅیږو؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 97 راتلونکې الإسراء • آیت 99