ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي په دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي۔ او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، نو ظالمانو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه الإسراء ۱۷:۹۹ ⧉
تفسیر:
آیا نه پوهیږي دا بیرته راژوندي کیدلو نه منکر خلک چې یقینا الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیداکړې یې ده ځمکه سره د غټوالي د دې دواړو نه، قدرت لرونکی دی په دې چې پیداکړي د دوی په شان، نو څوک چې په دې قادر وي چې یو غټ شی پیداکړي هغه په دې قادر وي چې د هغه نه وړوکی شی پیدا کړي، او یقینا الله تعالی دوی لره په دنیا کې وخت مقرر کړی چې د دوی زندګي پکې ختمیږي، او دوی لره یې نیټه مقرر کړې د دوی د بیرته راژوندي کولو لپاره چې هیڅ شک پکې نشته، او سره د څرګندوالي د دلیلونو د بیرته راژوندي کیدلو بیا هم مشرکانو پریښې هر یو کار مګر انکار کول په بیرته راژوندي کیدلو باندې سره د ښکاره والي د دلیلونو د هغه.