ټولې ستاينې خاص د هغه الله لپاره دي چې په خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى الکهف ۱۸:۱ ⧉
تفسیر:
ثنا او صفت د کمال او عزت په صفتونو سره، او په ښکاره او پټو نعمتونو سره یوازې خاص الله تعالی لره دي هغه چې رالیږلی یې دی په خپل بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم باندې قرآن کریم، او نه یې دی ګرځولی دې قرآن لره کوږوالی او مایل والی د حق نه.