Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 2 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 2 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


قَيِّمًا لِيُنْذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِنْ لَدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا 2
ترجمه:
په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او هغو مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى الکهف ۱۸:۲
تفسیر:
بلکې ګرځولی يې دی دا کتاب نیغ برابر چې هیڅ ګډوډوالی او اختلاف پکې نشته؛ د دې لپاره چې وویروي کافرانو لره د قوي عذاب نه د الله تعالی له طرفه چې دوی يې انتظار کوي، او خبر ورکړي مومنانو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه سره چې دوی خوشحالوي چې یقینا شته دی دوی لره ثواب ښایسته چې هیڅ قسم ثواب ورسره نه برابریږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 1 راتلونکې الکهف • آیت 3