Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 19 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءَلُوا بَيْنَهُمْ ۚ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ ۖ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ۚ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَٰذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَىٰ طَعَامًا فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا 19
ترجمه:
او همداسې مونږ دوى بیا راوېښ كړل، د دې لپاره چې دوى په خپل مینځ كې یو له بله پوښتنه وكړي، په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو څومره وخت تېر كړى دى؟ دوى وویل: مونږ یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه وخت تېر كړى دى، ۔ نورو وویل: ستاسو رب ښه عالم دى په هغې مودې چې تاسو تېره كړې ده، ۔ نو تاسو خپل یو تن له خپلو دې سپینوزرو سره ښار ته ولېږئ۔، نو هغه دې وګوري چې د دې (ښار) كوم یو كس د طعام په لحاظ ډېر پاكیزه دى، نو دى دې تاسو ته له هغه نه خوراك راوړي او نرمي او زیركي دې كوي او په تاسو دې هیڅوك له سره خبر نه كړي الکهف ۱۸:۱۹
تفسیر:
او لکه څرنګه چې مونږ په دوی باندې دغه کارونه وکړل کوم چې مونږ بیان کړل زمونږ د نا اشنا قدرتونو نه، همدغه شان مونږ دوی راویښ کړل وروسته د ډیرې مودې نه د دې لپاره چې پوښتنه وکړي ځینې د دوی له ځینو نورو څخه د هغې مودې باره کې چې دوی په خوب کې تېره کړې وه، نو ځینو دا جواب ورکړ: مونږ په خوب کې یوه ورځ او یا څه حصه د ورځې تېره کړې، او ځینو د دوی نه داسې جواب ورکړ چا ته چې معلومه نه وه خپله موده د خوب: رب ستاسې ښه پوه دی ستاسې په وخت تیرولو په خوب کې، نو تاسې د دې کار علم الله تعالی ته وسپارئ او تاسې هغه څه وکړئ چې تاسو پورې تړاو لري، نو ولیږئ یو کس ستاسې نه ستاسې په اشرفو (د سپینو زرو) روپو سره زمونږ دې معلوم ښار ته، نو ودې ګوري چې کوم یو د دې خلکو نه د حلال طعام او حلال کاروبار والا دی، او بیړه دې نه کوي په خپلو ننوتلو او وتلو او معامله کې، او دا دې ځیرکه وي، او هیچاته دې موقع نه ورکوي چې ستاسې ځای معلوم کړي؛ د دې وجې نه چې په دې باندې غټ ضرر جوړیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 18 راتلونکې الکهف • آیت 20