Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 20 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


إِنَّهُمْ إِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا 20
ترجمه:
بېشكه دوى كه په تاسو خبر (او غالبه) شي (نو) دوى به تاسو سنګسار كړي، یا به تاسو خپل دین ته بېرته وګرځوي او په دغه وخت كې به تاسو له سره كامیاب نشئ، هیڅكله الکهف ۱۸:۲۰
تفسیر:
که چیرته ستاسې قوم په تاسې باندې خبر شي او ستاسې ځای معلوم کړي نو تاسې به ووژني د کاڼو په ویشتلو سره، او یا به مو بیرته خپل باطل دین ته واړوي هغه چې تاسې پرې وئ مخکې د دې نه چې الله تعالی په تاسې باندې احسان وکړ د هدایت کولو د حق دین طرف ته، او که چیرته تاسې بیرته دې دین ته وګرځیدئ نو هیڅکله به کامیاب نشئ، نه په دنیا او نه په اخرت کې، بلکې تاسې به په دواړو کې ډیر لوی تاوان وکړئ په سبب د پریښودلو ستاسې د حق دین لره هغه چې الله تعالی ورته ستاسې هدایت کړی، او په سبب د ګرځیدلو ستاسې دغه باطل دین ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 19 راتلونکې الکهف • آیت 21