Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 21 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ ۖ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِمْ بُنْيَانًا ۖ رَبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَىٰ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِمْ مَسْجِدًا 21
ترجمه:
او همداسې مونږ په دوى باندې (خلق) خبر كړل، د دې لپاره چې دغه (خلق) پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او دا چې بېشكه قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته، (مونږ خلق) هغه وخت (خبر كړل) چې دوى په خپل مینځ كې د هغوى په معامله كې جګړې كولې، نو دوى وویل: تاسو په دوى باندې یوه ودانۍ جوړه كړئ، د دوى رب په دوى ښه عالم دى، هغو كسانو وویل چې د دوى په معامله كې غالبه شوي وو، مونږ به خامخا هرومرو په دوى باندې جومات جوړوو الکهف ۱۸:۲۱
تفسیر:
او لکه څرنګه چې مونږ وکړل په دوی باندې نا اشنا نا اشنا کارونه چې دلالت کوونکي دي زمونږ په قدرت باندې د ویده کولو د دوی نه ډیر کلونه، او راویښول د دوی وروسته د دې خوب نه، همدارنګه مونږ خبر کړل په دوی باندې د دوی د ښار والا د دې لپاره چې د دوی د ښار والا پوهه شي چې یقینا وعده د الله تعالی د مؤمنانو سره په مرستې او په دوباره راژوندي کولو باندې ریښتیا او حق ده، او یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا هیڅ شک پکې نشته، نو هر کله چې د اصحاب کهفو حال ښکاره شو او مړه شول؛ هغه خلک چې په دوی باندې خبر شوي و هغوی په خپل منځ کې په اختلاف کې شول: چې د دوی سره څه وکړي؟ نو وویل یوې ډلې د دوی نه: جوړ کړئ د دوی د غار په دروازه باندې آبادي چې دوی پټ کړي او بچ یې وساتي، رب د دوی ښه پوهه دی د دوی په حال باندې، نو د دوی حال دا تقاضا کوي چې دوی لره دي د الله تعالی په نزد یو څه خاصیت وي، او وویل هغو کسانو چې سلطه او واک یې په لاس کې و خو علم او سم دعوت ورسره نه و: مونږ به خامخا د دوی په دې ځای باندې د عبادت لپاره مسجد جوړوو د دوی د احترام د وجې نه او د دوی د مرتبې د یادولو د وجې نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 20 راتلونکې الکهف • آیت 22