Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 35 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَدَخَلَ جَنَّتَهُ وَهُوَ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ قَالَ مَا أَظُنُّ أَنْ تَبِيدَ هَٰذِهِ أَبَدًا 35
ترجمه:
او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې په خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي الکهف ۱۸:۳۵
تفسیر:
او ننوت دا کافر خپل باغ ته په ملتیا د مومن سره د دې لپاره چې وښایي ده ته خپل باغونه او حال دا چې دا ظلم کوونکي و په خپل ځان باندې په کفر او په تکبر سره، وویل دې کافر: زه دا ګومان نه کوم چې دا باغ دې هلاک شي کوم چې ته وینې؛ د وجې د هغو اسبابو چې ما د دې د ژغورلو لپاره نیولي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 34 راتلونکې الکهف • آیت 36