Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 36 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُدِدْتُ إِلَىٰ رَبِّي لَأَجِدَنَّ خَيْرًا مِنْهَا مُنْقَلَبًا 36
ترجمه:
او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم الکهف ۱۸:۳۶
تفسیر:
او زه ګمان نه کوم چې ګویا کې قیامت دی قایمیدونکی وي، بیشکه دا خو یوه روانه زندګي ده، او بالفرض که واقع هم شي نو کله چې زه بیرته راژوندی کړی شم او خپل رب ته وګرځول شم خامخا زه به بیاموم وروسته د بیرته راژوندي کولو نه هغه ته غوره زما د دې باغ نه، نو دا چې زه په دنیا کې مالدار یم دا تقاضا کوي چې زه دې بیرته د راژوندې کیدلو وروسته هم مالداره اوسم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 35 راتلونکې الکهف • آیت 37