Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 56 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ ۚ وَيُجَادِلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ ۖ وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَمَا أُنْذِرُوا هُزُوًا 56
ترجمه:
او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېرونكي، او كافران شوي خلق په باطله سره جګړه كوي، د دې لپاره چې په دې سره حق ورك او لرې كړی۔ او دوى زما ایتونه او هغه څه چې دوى پرې وېرول شوي وو؛ مسخره ونیول الکهف ۱۸:۵۶
تفسیر:
او نه لیږو مونږ هغه څوک چې لیږو ئې زمونږ د پیغمبرانو څخه مګر زیري ورکوونکي ایمان والاوو او نیکیو والا لره، او ویره ورکوونکي کافرانو او ګناهګارانو ته، او نشته دوی لره واک او زور د خلکو په زړونو چې په زور یې په هدایت باندې مجبور کړي، او جګړې کوي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی باندې د پیغمبرانو سره؛ سره د ښکاره والي د دلیل دوی ته؛ د دې لپاره چې ونړوي په خپل باطل سره حق لره هغه چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی، او ګرځولی دوی قرآن کریم او هغه څه چې دوی ته پرې ویره ورکړی شوی خندا او مسخرې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 55 راتلونکې الکهف • آیت 57