Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 57 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ ۚ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۖ وَإِنْ تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ فَلَنْ يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا 57
ترجمه:
او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې ده ته دخپل رب په ایتونو سره نصیحت وركړى شي، نو دى له هغو نه مخ واړوي او هغه عملونه هېر كړي چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي، بېشكه مونږ د دوى په زړونو پردې اچولې دي، د دې لپاره چې دوى په ده پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼوالى (اچولى دى) او كه ته دوى هدایت ته بلې، نو دوى به له سره هيڅكله هم هدایت ونه مومي الکهف ۱۸:۵۷
تفسیر:
او نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې پند ورکړی شوی هغه ته په آیتونو د رب د ده، نو پروا یې ونه کړه په هغه څه چې پدې کې دي د وعید او عذابه، او مخ یې واړاوه د پند اخیستلو نه په دې باندې، او هیر کړي یې دي هغه ګناهونه چې مخکې یې کړي په خپل دنیوي ژوند کې د کفر او ګناهونو څخه او د هغو څخه یې توبه نه وي ویستلې، یقینا مونږ ګرځولی په زړونو د هغه چا چې دا یې صفت دی پردې چې منعه کوي یې د قرآن کریم د پوهې نه، او په زړونو د دوی کې کوڼوالی دی د قرآن کریم د اوریدلو نه، نو نه اوري دې لره په اوریدلو د قبلولو، او که ته چیرته دوی راوغواړي ایمان طرف ته نو دوی هیڅکله نه قبلوي هغه څه چې ته یې ورته دعوت ورکوې تر کومه چې د دوی په زړونو باندې دا پردې وي، او په غوږونو کې یې کوڼوالی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 56 راتلونکې الکهف • آیت 58