Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 58 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَرَبُّكَ الْغَفُورُ ذُو الرَّحْمَةِ ۖ لَوْ يُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ ۚ بَلْ لَهُمْ مَوْعِدٌ لَنْ يَجِدُوا مِنْ دُونِهِ مَوْئِلًا 58
ترجمه:
او هم ستا رب ډېر بخښونكى، د رحمت والا دى، كه دوى يې د خپلو كړو ګناهونو په سبب نیولي وى، (نو) دوى ته به يې عذاب خامخا ژر رالېږلى و، بلكې د دوى لپاره د وعدې وخت شته، (نو) دوى به له هغه (الله) نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومي الکهف ۱۸:۵۸
تفسیر:
او دا چې نبي - صلی الله عليه وسلم - د درواغ ګڼونکو سزا ته لېواله نه وي، الله ورته وویل: اې ارسوله! پالونکی دې د خپلو توبه وېستونکو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی، د داسې لورېينې څښتن دی چې هرڅه ته پراخه ده او د هغه له لورېينې دا هم ده چې ګناهګارانو ته فرصت ورکوي، چې کېدای شي توبه ورته وباسي، که الله تعالی دغو مخ اړوونکو ته سزا ورکولای؛ نو د دنيا په ژوند کې به يې د سزا په ورکولو بيړه کړې وای، خو هغه زغم لرونکی مهربان دی، له هغوی يې سزا وروسته کړه، تر څو توبه وباسي، بلکې د هغوی لپاره ټاکل شوی ځای او زمانه دي چې د هغوی د کفر او مخ اړونې له امله به پکې سزا ورکول کيږي که توبه ونه باسي، چې له هغه څخه به هيڅکله کوم داسې پناه ځای ونه مومي چې پناه ورته يوسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 57 راتلونکې الکهف • آیت 59