او پاتې شو دېوال۔، نو هغه د دوه یتیمو هلكانو و، چې په ښاركې وو، او له هغه نه لاندې د هغو دواړو لپاره خزانه وه او د دغو دواړو پلار نېك (سړى) و، نو ستا رب اراده وكړه چې دوى دواړه خپلې ځوانۍ (او قوت) ته ورسي او (بیا) خپله خزانه راوباسي، ستا د رب د مهربانۍ په وجه۔ او دغه (كار) ما (له خپله ځانه) په خپل حكم نه دى كړى۔، دغه حقیقت د هغه څه دى چې تا په هغو د صبر كولو طاقت ونشو كړى الکهف ۱۸:۸۲ ⧉
تفسیر:
او هر چې هغه دیوال و کوم چې ما برابر کړ او تا په ما باندې د هغه د جوړولو انکار وکړ نو هغه د دوو ماشومانو و په هغه ښار کې چې مونږ ورته ورغلي وو حال دا چې د هغوی پلار مړ شوی و، او د دې دیوال لاندې د دې دواړو لپاره خښه شوي خزانه وه او وو پلار د دې دواړو ماشومانو نیک، نو وغوښتل رب ستا -ای موسی- چې ورسیږي دا دواړه خپلې ځوانۍ ته او غټ شي، او راوباسي دا دواړه خپل هغه خښ شوی مال د دې د لاندې نه؛ نو که چیرته دا دیوال اوس راغورځیدلی وی نو خامخا د دې دواړو مال به ښکاره شوی و او ضایع شوی به و، او وه دا کړنه مهرباني ستا د رب له طرفه په دې دواړو، او دا کارونه ما په خپل اجتهاد (خپله خوښه) نه دي کړي؛ دا و حقیقت د هغو کارونو چې طاقت نه لرلو تا په هغو باندې د صبر کولو.