Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 81 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 81 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


فَأَرَدْنَا أَنْ يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْرًا مِنْهُ زَكَاةً وَأَقْرَبَ رُحْمًا 81
ترجمه:
نومونږ وغوښتل چې دوى ته د دوى رب (داسې) بدل وركړي (چې) د دغه (هلك) نه په پاكۍ كې غوره وي او (له دغه نه) په مهربانۍ كې ډېر نژدې وي الکهف ۱۸:۸۱
تفسیر:
نو مونږ وغوښتل چې بدل به ورکړي الله تعالی دوی ته بل بچی چې غوره به وي د دې نه په دین، نېک والي او په پاکوالي کې د ګناهونو نه، او د دې نه به ډیر نږدې وي په مهربانۍ کولو کې په خپل مور او پلار.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 80 راتلونکې الکهف • آیت 82