Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 94 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 94 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَىٰ أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا 94
ترجمه:
دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟ الکهف ۱۸:۹۴
تفسیر:
دوی وویل: ای ذو القرنین! بیشکه یاجوج او ماجوج (چې دا د بنې آدمو څخه دوه لوی امتونه دي) فساد کوونکي دي په ځمکه کې د هغو مرګونو او فسادونو په وجه چې دوی ئې کوي، نو آیا مونږ نه راجمع کوو تا لره څه مال په دې شرط چې ته جوړ کړي زمونږ او د دوی ترمنځ یو دیوال؟.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 93 راتلونکې الکهف • آیت 95