Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 95 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 95 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا 95
ترجمه:
ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته په هغو كې زما رب قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم الکهف ۱۸:۹۵
تفسیر:
وویل ذو القرنین: هغه بادشاهي او ملک چې زما رب ما ته راکړی ډیر غوره دی د هغه مال نه چې تاسې ئې ما ته راکوي، نو پس تاسې زما مدد وکړئ په سړو او سامان آلاتو سره زه به جوړ کړم ستاسې او د دوی ترمنځ پوخ دیوال.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 94 راتلونکې الکهف • آیت 96