Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 96 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 96 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا سَاوَىٰ بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انْفُخُوا ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا 96
ترجمه:
تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (، نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه په دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه توئ كړم الکهف ۱۸:۹۶
تفسیر:
راوړئ ما ته د اوسپنې ټوټې، نو هغوی راوړلې نو شروع شو چې کیښودلې ئې دا په منځ د دواړو غرونو کې، تر دې چې دا دواړه غرونه د دې تختو په کیښودلو سره برابر کړل نو کاریګرو ته ئې وویل: په دې ټوټو باندې اور بل کړئ، تر دې چې ښې سرې او ګرمې شوې د اوسپنې ټوټي وئې ویل: راوړئ ما ته پیتل (زیړ) چې په دې باندې واړووم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 95 راتلونکې الکهف • آیت 97