Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 37 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِنْ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ مَشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ 37
ترجمه:
نو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى مریم ۱۹:۳۷
تفسیر:
نو اختلاف وکړ اختلاف کوونکو د عیسی علیه السلام باره کې پس شول دوی بېلابېلې ډلې د هغه د قوم نه، نو ځینو پرې ایمان راوړ او وئې ویل: دا پیغمبر دی، او ځینو پرې کفر وکړ لکه یهودیانو، همدارنګه ځینو ډلو د دې باره کې د حد نه تیری وکړ، نو ځینو پکې وویل چې: دا الله دی، او ځینو وویل: دا د الله تعالی زوی (نازولی) دی، اوچت دی الله تعالی د دې نه، پس هلاکت دی اختلاف کوونکو لره د دې باره کې د حاضریدو د قیامت د لویې ورځې نه سره د هغو صحنو او حساب او سزا نه چې په دې لویه ورځ کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 36 راتلونکې مریم • آیت 38