Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 38 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا ۖ لَٰكِنِ الظَّالِمُونَ الْيَوْمَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 38
ترجمه:
دوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي مریم ۱۹:۳۸
تفسیر:
څومره ښه اوریدل به کوي دوی په دغه ورځ او څومره ښه لیدل به کوي، دوی اوریدل وکړل خو لیکن په داسې وخت کې چې اوریدلو ورته فایده ورنه کړه، او دوی لیدل وکړل خو په هغه وخت کې چې لیدلو به ورته فایده ورنه کړي، خو لیکن ظالمان خلک په دنیا کې په ښکاره ګمراهۍ کې دي د سمې لارې نه، نو دوی اخرت ته نه تیاریږي تر دې چې ناڅاپه ورته راشي او دوی به په خپل ظلم کې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 37 راتلونکې مریم • آیت 39