Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 64 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ ۖ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا 64
ترجمه:
او (جبریل وویل) مونږ نه راكوځېږو مګر د خپل رب په امر سره، خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې زمونږ په وړاندې دي او هغې چې زمونږ وروسته دي او هغه څه چې د دغو په مینځ كې دي۔ او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى مریم ۱۹:۶۴
تفسیر:
او ووایه -ای جبریل- محمد -صلی الله علیه وسلم- ته: یقینا ملاېکې په خپله خوښه نه راښکته کیږي، بلکې د الله تعالی په امر راښکته کیږي، خاص الله تعالی لره دی اختیار د هغه کار چې مونږ به ورسره په اخرت کې مخامخ کیږو، او اختیار د هغه چې مونږ وروستو پریښې د دنیا د کار نه، او اختیار د هغو کارونو چې د دې دواړو ترمنځ دي، او نه دی ستا رب -ای پېغمبره- هیروونکی هیڅ څیز لره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 63 راتلونکې مریم • آیت 65