Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 65 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 65 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ ۚ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا 65
ترجمه:
(دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده په عبادت ښه ټینګ اوسه۔، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې مریم ۱۹:۶۵
تفسیر:
الله تعالی پیداکوونکی د اسمانونو او د ځمکې دی، او د دې دواړو څښتن او د چارو سمبالوونکی دی، او پیداکوونکی د ټولو هغو مخلوقاتو دی چې د دې دواړو ترمنځ دي او د هغوی څښتن او سمبالوونکی دی، نو خاص یواځې د هغه بندګي وکړه، پس هغه حقدار د بندګۍ دی، او د هغه په بندګۍ باندې کلک شه، نو نشته هغه لره څوک مثال او نه برابر چې د دې سره په بندګۍ کې شریک شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 64 راتلونکې مریم • آیت 66