Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 74 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَاثًا وَرِئْيًا 74
ترجمه:
او له دوى نه مخكې مونږ څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي، چې هغوى د سامانونو او لیدنې (شكل) په لحاظ ډېر ښه وو مریم ۱۹:۷۴
تفسیر:
او څومره ډیر دي هغه امتونه چې مونږ هلاک کړي مخکې د دې کافرانو څخه چې افتخار کوونکي دي په هغه مال چې د دوی سره دی، هغوی د دوی څخه ډیر ښه وو په اعتبار د مال سره، او د ښایسته شکل والا وو د هغوی د قیمتي جامو د وجې، او د هغوی د نرمو بدنونو د وجې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 73 راتلونکې مریم • آیت 75