Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 75 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 75 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


قُلْ مَنْ كَانَ فِي الضَّلَالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَٰنُ مَدًّا ۚ حَتَّىٰ إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ إِمَّا الْعَذَابَ وَإِمَّا السَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضْعَفُ جُنْدًا 75
ترجمه:
ته (دوي ته) ووایه: هر هغه څوك چې په ګمراهۍ كې وي، نو رحمٰن دې ده ته مهلت وركړي، مهلت وركول، تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، یا عذاب، یا قیامت، نو دوى به ژر پوه شي چې څوك دى د ځاى په لحاظ ډېر بد او د لښكر په لحاظ ډېر كمزورى مریم ۱۹:۷۵
تفسیر:
ووایه -ای پېغمبره-: هغه څوک چې په خپله ګمراهۍ کې ورننوتی وي نو خامخا مهلت به ورکړي دې ته رحمان ذات تر څو ګمراهي یې نوره هم زیاته شي، تر دې چې دوی وویني هغه سمدستي عذاب په دنیا کې چې دوی سره یې وعده کیدلی شي، او یا وروسته شوی عذاب د قیامت په ورځ، نو زر دی چې دوی به په دغه وخت کې پوهه شي چې څوک د بدې مرتبې او لږ مدد والا، چې آیا دا د دوی ډله ده او که د مؤمنانو ډله؟.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 74 راتلونکې مریم • آیت 76