او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده، او نېكۍ باقي پاتې كېدونكې ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ ډېرې غوره دي او د بېرته ورتللو په لحاظ ډېرې ښې دي مریم ۱۹:۷۶ ⧉
تفسیر:
او د دې مهلت ورکولو په مقابل کې دې ګمراهانو لره تر دې چې د دوی ګمراهي نوره هم زیاته شي، زیاتوي الله تعالی هغو کسانو لره چې هدایت یې موندلی ایمان او تابعداري او هغه نیک عملونه چې رسوونکي دي همیشنۍ نیکبختۍ ته ډیر ګټور دي په نیزد د رب ستا -ای پېغمبره- په اعتبار د بدلې سره، او ډیر غوره دي په اعتبار د انجام سره.