Landscape MP4 Vertical MP4

سورت مریم — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

مریم • آیت نمبر 9 (ټولې 98 آيتونه) • پښتو


قَالَ كَذَٰلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا 9
ترجمه:
(الله) ورته وویل: هم داسې دي۔، ستا رب فرمایلي دي چې دغه (كار) ما ته ډېر اسان دى او تحقیق ته ما پیدا كړى يې له دې نه مخكې، حال دا چې ته هېڅ شى نه وې مریم ۱۹:۹
تفسیر:
ملاېک وویل: کار خو همداسې دی لکه تا چې وویل چې ستا ښځه بچي نشي راوړلی، او یقنیا ته رسېدلی یې د عمر اخري حد ته د بوډا والي او د هډوکو د کمزوروالي نه، خو لیکن ستا رب فرمایلي: پیداکول د رب ستا یحیی لره د شنډې مور نه او د داسې پلار نه چې د عمر اخري حد ته رسېدلی وي ډیر اسان دي او یقینا ته ما پیداکړی یې -ای زکریا- مخکې د دې نه او حال دا چې ته نه وې هیڅ شی چې یاد دشوی وې، ځکه چې ته په دغه وخت کې بیخي نه وې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ مریم • آیت 8 راتلونکې مریم • آیت 10