ده وویل: اى زما ربه! زما لپاره به هلك څنګه كېږي، په داسې حال كې چې زما ښځه له شروع نه شنډه ده اویقینًا زه د ډېر زوړوالي په وجه ډېرې كمزورۍ ته رسېدلى یم مریم ۱۹:۸ ⧉
تفسیر:
زکریا -علیه السلام- وویل په داسې حال کې چې تعجب کوونکی و د الله تعالی د قدرت نه: څرنګه به زما بچی پیدا شي او حال دا چې زما ښځه شنډه ده بچي نه راوړي، او زه رسېدلی یم د عمر اخیرې حد ته د زوړوالي او کمزوروالي د هډوکو نه؟!.